د پاکستاني پوځ قوماندانانو امنیتي غونډه
دلو 17, 1403 16:35 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دغه هېواد د پوځ د قوماندانانو یوې غونډې ته وویل چې سرپرست حکومت لا تر اوسه نه دی توانېدلی چې د افغانستان په خاوره کې د دغه هېواد د مخالفو ځواکونو د شتون په اړه د دوی اندیښنو ته رسیدګي وکړي.