دلو 17, 1403 16:34 Asia/Kabul
  • عراقچي سره د تاجیکستان بهرنیو چارو مرستیال وزیر لیدنه

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال عصمت الله نصرالدین په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.

دغه تاجیک چارواکی د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی دی.د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې ښې او پراخېدونکې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې اړیکو د پراختیا لپاره کافي اراده شتون لري.په ورته وخت کې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي دي چې په سیمه کې د اوسنیو پرمختګونو حساسیت ته په پام سره، په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ مشورې خورا مهمې دي.