دلو 17, 1403 16:32 Asia/Kabul
  • د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه نښته

په هلمند ولایت کې سرچینو د سرپرست حکومت د سرتېرو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپور ورکړی دی.

ویل کیږي چې دا پیښه د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه رامنځته شوې ده.د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت ځواکونو غوښتل چې په دې سیمو کې نوې امنیتي پوستې جوړې کړي، خو د پاکستانیانو له مقاومت سره مخ شول.په دغه ولایت کې یو شمېر سرچینو دا هم ویلي چې د دې ولسوالۍ له خلکو غوښتل شوي چې خپل کورونه پریږدي.د سرپرست حکومت امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.