هلمند او نیمروز ته د کانونو وزیر سفر
دلو 15, 1403 13:16 Asia/Kabul
د کانونو سرپرست وزیر، هلمند او نیمروز ولایتونو ته د سفر پر مهال وویل چې په دغو ولایتونو کې د لیتیم او یورانیم کانونو څېړنه او ارزونه باید د متخصصینو تر څارنې لاندې پیل شي.
د کانونو وزارت ویلي دي چې هدایت الله بدري د هلمند په خانشین او دیشو ولسوالیو کې له دغو کانونو څخه لیدنه کړې ده.دې ادارې پرون اعلان وکړ چې د یاد وزارت سرپرست د نیمروز ولایت د چاربورجک ولسوالۍ د لیتیم کان څخه د لیدنې پر مهال د کان د سروې لپاره د انجینرۍ یوه ډله هم وګمارله.ویل کیږي چې افغانستان په سیمه کې د لیتیم او یورانیم ترټولو لویې زیرمې لري.