د بښنې فرمان ته د سرپرست حکومت ژمنتیا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40471-د_بښنې_فرمان_ته_د_سرپرست_حکومت_ژمنتیا
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیالۍ دفتر وايي چې بښنې فرمان ته ژمن دي او هیڅوک به د خپلو تیرو دندو لپاره مسؤل نه ګڼل کیږي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 15, 1403 13:15 Asia/Kabul
  • د بښنې فرمان ته د سرپرست حکومت ژمنتیا

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیالۍ دفتر وايي چې بښنې فرمان ته ژمن دي او هیڅوک به د خپلو تیرو دندو لپاره مسؤل نه ګڼل کیږي.

دا ژمنې په داسې وخت کې کیږي چې په تیرو درېیو کلونو کې د پخواني حکومت د یو شمیر ملکي او پوځي چارواکو نیول د خلکو لپاره اندیښنې رامینځته کړې دي.خو؛ د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې که په دې برخه کې کومه سرغړونه وشي، نو دوی به یې په جدي توګه تعقیب کړي.تر دې مخکې د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ټینګار کړی و چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دوی حق لري چې په خپل هیواد کې په عزت سره ژوند وکړي.