پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40469-پاکستان_څخه_د_افغان_کډوالو_ایستل
د سرپرست حکومت د اعلامیې له مخې؛ په تېره اونۍ کې، پاکستان نږدې دوه سوه څلوېښت افغانان له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي او افغانستان ته راستانه شوي دي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 15, 1403 13:12 Asia/Kabul
  • پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل

د سرپرست حکومت د اعلامیې له مخې؛ په تېره اونۍ کې، پاکستان نږدې دوه سوه څلوېښت افغانان له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي او افغانستان ته راستانه شوي دي

دغه کسانو چې ډېری یې قانوني اسناد نه درلودل، د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ولېږدول شول. د دې کسانو یو شمېر، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې په زندانونو کې ساتل شوي دي.یوازې په تېره یوه ورځ کې، پاکستان یو سل او یوڅلوېښت افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړي دي.ویل کیږي چې د دې کسانو یو شمیر یې د څلورو میاشتو څخه تر څلورو کلونو پورې په پاکستاني زندانونو کې تیر کړي دي