د سید حسن نصرالله د جنازې لپاره د وخت ټاکل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40467-د_سید_حسن_نصرالله_د_جنازې_لپاره_د_وخت_ټاکل
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم وویل چې د شهید سید حسن نصرالله او شهید سید هاشم صفی الدین جسدونه به د یکشنبې په ورځ، د روان کال د حوت میاشتې په پنځمه نیټه خاورو ته وسپارل شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 15, 1403 13:10 Asia/Kabul
  • د سید حسن نصرالله د جنازې لپاره د وخت ټاکل

د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم وویل چې د شهید سید حسن نصرالله او شهید سید هاشم صفی الدین جسدونه به د یکشنبې په ورځ، د روان کال د حوت میاشتې په پنځمه نیټه خاورو ته وسپارل شي.

د حزب الله غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ د سختو شخړو له امله، د سید حسن نصرالله د جنازې مراسم وځنډول شول.د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي هم د حماس د پوځي څانګې د مشر محمد الضیف او د مرستیال مروان عیسی د شهادت په اړه د فلسطین خلکو ته مبارکي او تسلیت وړاندې کړ.ښاغلي قاسم ټینګار وکړ چې دا د فلسطین د خلکو لپاره یوه ریښتینې بریا وه. د ټولو فلسطیني خلکو، ټولو ملاتړو جبهو او د فلسطیني خلکو ټولو ملاتړو ته د مقاومت د دوام مبارکي وایم.