سوریه کې خونړۍ چاودنه
دلو 15, 1403 13:03 Asia/Kabul
په سوریه کې خبري سرچینو د سوریې په ختیځ ولایت حلب کې د موټر بم چاودنې خبر ورکړی دی.
العالم شبکې راپور ورکړی چې تر اوسه پورې په چاودنه کې د اتلس کسانو د مړینې تایید شوی دی.ویل کیږي چې په دې پیښه کې څو نور کسان ټپیان شوي هم دي، چې د یو شمېر ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.دا پېښه په منبج ښار کې رامنځته شوې، خو په دمشق کې مېشتو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.