د ایران غرونو ته د افغان غر ختونکو رسیدل
دلو 15, 1403 13:02 Asia/Kabul
د بدن ښکلا د افغان اتل علیرضا آساهي په یاد کې چې څو ورځې وړاندې په کابل کې وفات شو یو شمېر افغان غر ختونکو د ایران د غرونو لوړو څوکو ته پورته شول
د سروې لوړې څوکې چې دوه زره نوي متره لوړوالی او د قپه کمر دوه زره پنځوس متره لوړوالی لري دغو افغان نارینه او ښځینه لوبغاړو لخوا فتح شولد یوویشت کسانو دغه افغان غره ختونکو ډلې وویل چې دوی دا کار د افغانستان د بدن جوړونې د ملي ټیم د تجربه لرونکي اتل، علی رضا اساهي په یاد کې کړی دی.د ایران د پاکدشت غره ختلو کمیټه او د افغان کډوالو د غره ختلو کمیټه د دې ختلو د همغږۍ مسؤلیت په غاړه درلود.