د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسولینو خبري ناسته
د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د تېر کال په پرتله په هېواد کې د هوا ککړتیا کمه شوې ده او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
د دې ادارې چارواکي وايي چې په تیرو دریو میاشتو کې د څلور زره دوه سوه یوولس لوګي خپروونکو موټرو فعالیتونه بند شوي دي.همدارنګه، د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره، درې زره شپږسوه څلور څلوېښت مختلف کارخونې څارل شوي او د چاپیریال ساتنې له اصولو څخه سرغړونکو سره قانوني چلند شوی دی.دې ادارې د کابل له ښاریانو غوښتي چې د هغو سون توکو له کارولو ډډه وکړي چې په مستقیم ډول د هوا ککړتیا لامل کیږي.د یادونې وړ ده چې د هوا سړېدو سره، د کورونو د تودوخې لپاره د ډبرو سکرو، لرګیو، ټیټ کیفیت لرونکي پټرولي محصولاتو او غیر معیاري سون توکو په ګډون له مختلفو څېزونو څخه ګټه اخستل کېږي چې د هوا ککړتیا لامل کېږي