ایران څخه هیواد ته د یو میلیون کډوال راتګ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40436-ایران_څخه_هیواد_ته_د_یو_میلیون_کډوال_راتګ
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان وکړ چې د روان کال له پیل راهیسې یو میلیون او سل زره افغان کډوال له دې هیواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 14, 1403 13:19 Asia/Kabul
  • ایران څخه هیواد ته د یو میلیون کډوال راتګ

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان وکړ چې د روان کال له پیل راهیسې یو میلیون او سل زره افغان کډوال له دې هیواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

مومني وويل چې اوس مهال په ايران کې شپږ ميليونه بهرني وګړي شتون لري، چې دوه ميليونه يې غير قانوني دي.د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د اټکلونو له مخې، پنځوس سلنه شړل شوي کډوال بیرته ایران ته راستانه شوي دي.هغه وویل چې، د ګاونډیو هیوادونو سره اوږدمهاله تاریخي مشترکاتو ته په پام نشي کولی د دومره ډیرو میلمنو کوربه توب وکړي.د ایران د کورنیو چارو وزیر یادونه کړې چې د کاري فرصتونه او کډوالو ته د رسیدو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې کمې دي.