په باختري کرانې د اشغالګرو بریدونو ډیریدل
د صهیونیستي رژیم پوځ د دیارلسمې پرله پسې ورځې سره د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو باندې خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکړ.
اشغالګر پوځ د جنین په کمپ برید او په کورونو کې د پوځي عملیاتو په ترسره کولو سره سیمې ته پوځي بڼه ورکړې ده.په داسې حال کې چې د صهیونیستانو پوځي عملیات په شمالي اشغال شوي لویدیځه غاړه کې دوام لري، په جنین او طولکرم کې اووه فلسطینیان شهیدان شوي دي.په دې توګه، د جنوري په یوویشتمه په دې سیمه باندې د صهیونیستانو د پراخو بریدونو له پیل راهیسې په جنین کې د شهیدانو شمیر پنځه ویشت ته رسیدلی دی.په ورته وخت کې، د مقاومت ځواکونو هم له اشغالګرو سره نښتې کړې او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. حماس په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې په لویدیځه غاړه کې مقاومت به ونه دریږي او د اشغالګرو لخوا د ځای پر ځای کولو او بې ځایه کیدو د پروګرامونو د پلي کولو هڅې به ناکامې شي