په کاناډا او مکسیکو د ټرامپ لخوا 25 سلنه تعرفه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40432-په_کاناډا_او_مکسیکو_د_ټرامپ_لخوا_25_سلنه_تعرفه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې له مکسیکو او کاناډا څخه په وارداتو پنځه ویشت سلنه تعرفې لګول کیږي، او همدارنګه د کاناډا د انرژۍ محصولاتو او چین څخه په وارداتو لس سلنه تعرفې لګول کیږي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 14, 1403 13:15 Asia/Kabul
  • په کاناډا او مکسیکو د ټرامپ لخوا 25 سلنه تعرفه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې له مکسیکو او کاناډا څخه په وارداتو پنځه ویشت سلنه تعرفې لګول کیږي، او همدارنګه د کاناډا د انرژۍ محصولاتو او چین څخه په وارداتو لس سلنه تعرفې لګول کیږي.

د ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې، تعرفې به له سې شنبې څخه پیل شي.کاناډا او مکسیکو په ځواب کې د غچ اخیستونکو تعرفو اعلان کړی دی.د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو وویل چې هیواد به یې د ټرمپ د دې اقدام په وړاندې غچ واخلي او له متحده ایالاتو څخه وارد شوي یوسل او پنځه پنځوس ملیارد ډالرو توکو باندې به پنځه ویشت سلنه تعرفې ولګوي.د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شِینبام هم وویل چې هیواد به یې د ډونالډ ټرمپ د پریکړې په ځواب کې د تعرفو په ګډون غچ اخیستونکي اقدامات وکړي.د چین د سوداګرۍ وزیر هم وايي چې دا تعرفې د چین، امریکا او نړۍ په ګټه نه دي.چین، کاناډا او مکسیکو د امریکا اصلي سوداګریز شریکان دي، چې تیر کال د امریکا د واردات څلوېښت سلنه له دغو هیوادونو څخه وو.