راشد خان د نړیوالو شل اووریزه لوبو غوره بالر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40430-راشد_خان_د_نړیوالو_شل_اووریزه_لوبو_غوره_بالر
د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان، د سویلي افریقا په غوره لیګ کې له ځلیدو وروسته، د نړیوالو شل اووریزو لوبو کې په تاریخ کې د غوره بالر لقب ترلاسه کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 14, 1403 12:55 Asia/Kabul
  • راشد خان د نړیوالو شل اووریزه لوبو غوره بالر

د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان، د سویلي افریقا په غوره لیګ کې له ځلیدو وروسته، د نړیوالو شل اووریزو لوبو کې په تاریخ کې د غوره بالر لقب ترلاسه کړ.

هغه د تېرې شپې لوبه کې دوه نورې ویکټې واخیستې، چې په دې سره یې د ویکټو شمېر شپږ سوه یو دیرش ته ورسېد.راشد خان دا تاریخي ریکارډ په هغو څلور سوه شپیتو لوبو کې ترلاسه کړ چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او مختلفو لیګونو لپاره یې ترسره کړې وې.تر دې مخکې، د ویسټ انډیز مشهور بالر دی‌جی براوو د شپږسوه یو دیرش ویګټو په ترلاسه کولو سره د شل اوریزو لوبو د غوره بالرانو په لیست کې لومړی ځای درلود. خو راشد خان دا لقب د کمو لوبو له امله ګټلی دی او د خپل ریکارډ د ښه کولو لپاره لاهم ډېر فرصت لري.