د افغانستان او هند ترمنځ د 763 میلیونو سوداګري
دلو 13, 1403 13:20 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو اندازه اووه سوه او دري شپېته ملیونه ډالر و، چې له دې جملې څخه د افغانستان ونډه پنځه سوه یو څلویښت ملیونه وه او د هند دوه سوه دوه ویشت ملیونه ډالر وو. انځر، زنجبیل، زعفران، کشمش، زیره او بادام هغه توکي دي چې له افغانستان څخه هند ته صادرېږي.