افغانان د کډوالۍ دویمه لویه ډله
دلو 13, 1403 13:19 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ راپور ورکړی چې د غیرقانوني کډوالو دویمه لویه ډله چې په دوه زره څلور ویشتم کال کې یونان ته ننوتل او غوښتل یې شمالي اروپا ته سفر وکړي، له افغانستان څخه وو.
دغه سازمان تېره شپه وویل چې د سوریې له کډوالو وروسته، تر ټولو لویه ډله افغان کډوال وو.د دې ادارې لخوا د اعلان شویو شمېرو له مخې؛ د دوی شپاړس سلنه ښځې، اته ویشت سلنه ماشومان او شپږ پنځوس سلنه نارینه وو.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي دي چې په ډیری هیوادونو کې، په ځانګړې توګه افغانستان کې،ناوړه ټولنیز او سیاسي شرایط خلک هڅوي چې لویدیځو هیوادونو ته کډوال شي.خو دوی په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، او د دې خلکو یو شمېر یې په لاره کې له خطرونو سره مخ کېږي