افغانستان کې د خوړو نا امنۍ دوام
دلو 13, 1403 13:18 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره د خوراکي نا امنۍ د پراخیدو خبر ورکړی دی
یونیسف وویل چې په دوه زره او څلور ویشتم کال کې وضعیت یو څه ښه شوی وو؛ خو، د افغانستان له دېرش سلنې څخه زیات نفوس لا هم بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.دې سازمان ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان وضعیت ته پام وکړي او د دې هیواد په وړاندې خپل مسؤلیت ومني.په افغانستان کې د ډالر د نرخ له لوړېدو او د افغانۍ د ارزښت له ټیټېدو وروسته، په هېواد کې د لومړنیو اړتیاوو د بیو لوړېدو په څېر ستونزې له هغو ننګونو څخه دي چې د افغانانو ستونزې یې نورې هم زیاتې کړې دي