پخوانیو چارواکو سره د «آیاسآی» پلاوي لیدنه
دلو 13, 1403 13:16 Asia/Kabul
المرصاد، چې د سرپرست حکومت استخباراتي ادارې ته نږدې رسنۍ ده، وايي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی ایس آی، یو پلاوی د شنبې په ورځ ترکیې ته سفر وکړ ترڅو د پخواني حکومت له یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره وګوري. رسنۍ وايي چې د دې پلاوي موخه دا ده چې د سرپرست حکومت پر وړاندې یوه جبهه جوړه کړي او له هغې څخه په کابل باندې د فشار زیاتولو لپاره کار واخلي. خو پاکستان تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.