سوریه کې په صهیونیستي پوځیانو برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40396-سوریه_کې_په_صهیونیستي_پوځیانو_برید
د صهیونیستي رژیم رسنۍ وايي چې نامعلومو وسله والو کسانو د سوریې د القنيطرة ښار په څنډو کې پر اشغالګرو ځواکونو ډزې کړې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 13, 1403 13:16 Asia/Kabul
  • سوریه کې په صهیونیستي پوځیانو برید

د صهیونیستي رژیم رسنۍ وايي چې نامعلومو وسله والو کسانو د سوریې د القنيطرة ښار په څنډو کې پر اشغالګرو ځواکونو ډزې کړې دي.

دغو رسنیو د بریدګرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې سیمو د اشغالګرو لپاره د ناامنه کېدو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې ده.د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، د صهیونیستي رژیم پوځ د سوریې د خاورې ډیرې سیمې نیولې دي او په دغه هیواد یې پراخ بریدونه کړي دي.دا په داسې حال کې ده چې د سوریې لسګونه پوځي اډې او تاسیسات مخکې بمبار شوي او ویجاړ شوي وو.صهیونیستانو ادعا وکړه چې دا تاسیسات ممکن د دوی پر ضد وکارول شي؛ له همدې امله دوی هڅه وکړه چې دا له منځه یوسي