امریکا کې د یوې وړې الوتکې لویدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40394-امریکا_کې_د_یوې_وړې_الوتکې_لویدل
د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت د فيلاډيفیا په ښار کې پرون یوه وړه الوتکه چې د ناروغانو او ټپیانو د لیږد رالیږد لپاره ترې کار اخیستل کیږي لویدلې
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 13, 1403 13:14 Asia/Kabul
  • امریکا کې د یوې وړې الوتکې لویدل

د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت د فيلاډيفیا په ښار کې پرون یوه وړه الوتکه چې د ناروغانو او ټپیانو د لیږد رالیږد لپاره ترې کار اخیستل کیږي لویدلې

په راپورونو کې ویل شوي چې الوتکه د خلکو د اوسیدو په ځای کې لویدلې چې لږ تر لږه یو کور او یو موټر اور اخیستی.دا په روانې اوونۍ کې دویمه الوتکه ده چې په متحده ایالاتو کې لویږيیوه مسافر وړونکې الوتکه د همدې تیرې چارشنبې په ورځ په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د ریګن هواي ډګر سره نږدې د یوې پوځې هیلکوپتر سره وجنګیده او په دواړو الوتکو کې اووه شپېته تنه ووژل شولپه متحده ایالاتو کې د هوایي پیښو زیاتوالي، په ځانګړې توګه په وروستیو ورځو کې، د امریکایي ګوندونو ترمنځ سیاسي کړکیچونه هم زیات کړي دي.