د کانګو په ناکراریو کې د 700 تنو وژل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40393-د_کانګو_په_ناکراریو_کې_د_700_تنو_وژل_کیدل
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان ډوجاریک وايي چې د تیرې یکشنبې راهیسې په کانګو کې په ناکراریو کې له اووه سوه څخه ډیر کسان وژل شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 13, 1403 13:13 Asia/Kabul
  • د کانګو په ناکراریو کې د 700 تنو وژل کیدل

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان ډوجاریک وايي چې د تیرې یکشنبې راهیسې په کانګو کې په ناکراریو کې له اووه سوه څخه ډیر کسان وژل شوي دي.

هغه وویل چې په ځانګړي ډول ګوما ښار په روانه جګړه کې، کوم چې د کانګو جمهوریت په ختیځ کې ترټولو لوی ښار دی؛ په تیرو څو ورځو کې په سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.ښاغلي دوجاریک وویل چې یاغیان چې د ایم درویشت په نوم پیژندل کیږي د دې ښار د نیولو لپاره جګړه کوي؛ دوی نږدې درې زره کسان ټپیان کړي هم دي.د کانګو حکومت وايي چې دا یاغیان، د روانډا دولت په ملاتړ، د هیواد په ختیځ کې د کانګو د قیمتي کانونو د کنټرول په لټه کې دي.تېره اونۍ، د امریکا او فرانسې سفارتونه، او همدارنګه د کانګو په پلازمېنه کې د ملګرو ملتونو دفتر وسوځول شو.