د کرکټ ملي ټیم نوی لباس
دلو 13, 1403 13:12 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوې لوبیزې جامې د غور ولایت د جام څلي څخه ډیزاین شوې.
دې ادارې ویلي دي چې افغان اتلان به د دوه زره پنځه ویشتم کال د اتلانو جام سیالیو کې د دې لوبیزې جامې په اغوستلو سره میدان ته ننوځي.د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د جام منار په ښکلا کې د بست تاریخي کلا، د هرات تمدن او د غلغلې سرچینې په څیر اثار منعکس شوي دي.د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به ډېر ژر د اتلانو نړیوال جام کې ګډون وکړي.تمه کېږي چې د افغانستان ملي لوبډله به یو ځل بیا یوه حیرانونکې لوبه وړاندې کړي او د افغانانو هیلې به پوره کړي.