په واشنګټن کې د یوې امریکايي الوتکې غورځېدل
دلو 11, 1403 13:49 Asia/Kabul
امریکايي رسنیو واشنګټن ډي سي ته څېرمه د امریکايي هوايي شرکت د یوې الوتکې د لوېدو خبر ورکړی دی
دغه الوتکه چې له کانزاس څخه واشنګټن ته روانه وه، د امریکا د پوځ له بلک هاک چورلکې سره د ټکر له امله د پوټومیک سیند ته ولوېده.تر اوسه د دغې پېښې د جزئیاتو او د قربانیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.په دې الوتکه آته شپېته تنه مسافر سپاره وو چې له دې پېښې سره مخ شوه.ويل کېږي له دغې پېښې څخه تراوسه پورې څوک ژوندی نه دی موندل شوی.