د معاشونو پر ورکولو د مجاهد ټینګار
دلو 11, 1403 13:47 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې هېڅ ډول ځنډ نه دی راغلی
نوموړي نن ویلي چې په افغانستان کې افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او په دې تړاو هېڅ ډول اندېښنه نه شته.د سرپرست حکومت د دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د بیې په لوړېدو سره، دې موضوع د خلکو پر خوراکي او نورو اړتیاوو هم منفي اغېزې کړي دي.افغانستان ته د بهرنیو مرستو د بندولو پریکړه، د ډالرو د بیې د لوړېدو یو له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.