د افغانستان د وسلو په اړه د پاکستان اندېښنه
دلو 11, 1403 13:45 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په افغانستان کې د امریکا د پرمختللو وسلو شتون، د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ پېښوي
دغه وزارت ویلي چې دغه وسلې د ټي ټي پي په ګډون د پاکستان د حکومت د مخالفو ډلو لخوا په دغه هېواد کې د ترهګریزو عملیاتو لپاره کارول کېږي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي چې، په افغانستان کې د امریکا د پرمختللو وسلو شتون، چې د دوه زره یووییشتم کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پرځای پاتې شول، د پاکستان او د دې هېواد د وګړو د امنیت او خوندیتوب لپاره یوه جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.له دې سره، د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې، په افغانستان کې ټولې وسلې په بشپړه توګه خوندي دي او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ترې ناوړه ګټه پورته کړي.