د لوړو زده کړو وزارت لخوا د استادانو ټاکنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40345-د_لوړو_زده_کړو_وزارت_لخوا_د_استادانو_ټاکنه
د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې د دې ادارې تر څارنې لاندې باید استادان وګمارل شي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 11, 1403 13:44 Asia/Kabul
  • د لوړو زده کړو وزارت لخوا د استادانو ټاکنه

د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې د دې ادارې تر څارنې لاندې باید استادان وګمارل شي

دغه وزارت په یوه رسمي مکتوب کې دغو پوهنتونونو ته امر کړی چې استخدام شوي استادان باید تر دقیقې ټاکنې لاندې راشي.تر دې وړاندې د بېلابېلو ولایتونو په دولتي پوهنتونونو کې د دیني مدارسو د یو شمېر استادانو د ګومارلو راپورونه ورکړل شوي وو.په تېرو درې نیمو کلونو کې چې د افغانستان په حکومت کې بدلون راغلی، د پوهنتونونو زرګونه استادان خپلې دندې پرېښي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.