د ۱۴ نویو مخابراتي سایټونو جوړول
دلو 11, 1403 13:43 Asia/Kabul
د مخابراتو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي د افغانستان په څو ولایتونو کې یې د مخابراتي خدمتونو د ښه والي په موخه د څوارلسو مخابراتي سایټونو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړي دي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند عنايت الله الکوزي ویلي چې په دې قرارداد کې کابل، کندهار، خوست، پکتيا او پکتيکا شامل دي.هغه ویلي چې دغه سايټونه به د يوه کال په موده کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او په فعالېدو سره به یې، دغه سيمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي دا مهال په هېواد کې پر څه باندې پنځه سوه اویا مخابراتي سايټونو باندې کار روان دی، چې له دې ډلې پنځوس سايټونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.