په سروبي کې د ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40343-په_سروبي_کې_د_۲۲_میګاواټه_لمریزې_برېښنا_پروژه
د افغانستان د برښنا شرکت ویلي چې، په سروبي کې د دوه ویشت میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې په جدیت سره کار روان دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 11, 1403 13:40 Asia/Kabul
  • په سروبي کې د ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

د افغانستان د برښنا شرکت ویلي چې، په سروبي کې د دوه ویشت میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې په جدیت سره کار روان دی

دغه شرکت نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه شرکت مشر عبدالباري عمر د ترکیې د اووه اویا شرکت له مشر براق انسال سره په دې اړه خبرې کړې دي.دغه شرکت د دې پروژې د پرمختګ په اړه ویلي چې ډېر ژر به د دغه لمریز سب سټېشن د فعالیت شاهدان و اوسو.افغانستان د برښنا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د خپلې انرژۍ اویا سلنه اړتیا له ګاونډیو هېوادونو څخه پوره کوي.