افغانستان ته د مرستو بندېدو په اړه د کابل غبرګون
دلو 11, 1403 13:38 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ویلي، مرستندویه ادارې باید د سیاسي ګټو لپاره د وسیلې په توګه ونه کارول شي
هغه ویلي، په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د یودېرشو مؤسسو کار بند شوی او دا د افغانستان د حیاتي شرایطو پروړاندې یوه سیاسي پرېکړه ده.تر دې مخکې د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت ویلي وو چې د واشنګټن له دېپرېکړې وروسته په افغانستان کې د کابو پنځوسو مرستندویه مؤسسو کارونه بند شوي دي.کابل وايي، سیاسي پرېکړې زیاته پر افغانانو فشار راوړي