د امریکايي جنګي الوتکې نسکوریدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40314-د_امریکايي_جنګي_الوتکې_نسکوریدل
امریکايي رسنیو د الاسکا په ایلسون هوايي اډه کې د امریکا د ایف پنځه دیرش جنګي الوتکې د غورځېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 10, 1403 13:21 Asia/Kabul
  • د امریکايي جنګي الوتکې نسکوریدل

امریکايي رسنیو د الاسکا په ایلسون هوايي اډه کې د امریکا د ایف پنځه دیرش جنګي الوتکې د غورځېدو خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې پیلوټ د الوتکې له لوېدو مخکې له الوتکې څخه ځان ایستلی و.د الوتکې د غورځېدو له ځای څخه خپاره شوي انځورونه د هغې بشپړ ویجاړتیا ښیي.د امریکا هوايي ځواک د سې شنبې په ماښام اعلان وکړ چې الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال غورځېدلې ده.دا پېښه د الاسکا د فربنکس ښار ته نږدې رامنځته شوه.متحده ایالات ادعا کوي چې ایف پنځه دیرش جنګي الوتکه په نړۍ کې یو له پرمختللو جنګي الوتکو څخه ده.