سوریې څخه د امریکا له وتلو د تل ابیب وېره
دلو 10, 1403 13:19 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم کان شبکې تیره شپه راپور ورکړ چې له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو احتمالي وتلو د صهیونیستانو لپاره اندیښنې رامینځته کړي دي.
تر دې مخکې، د صهیونیستي رژیم راډیو او ټلویزیون هم ویلي وو چې د ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکو دوی ته خبر ورکړی چې هغه غواړي له سوریې څخه خپل زرګونه سرتیري وباسي.د امریکا د دفاع وزارت ویاند پت رایدر وویل چې واشنګټن اوس مهال په سوریه کې دوه زره پوځي ځواکونه لري.دې خبر سره چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اراده لري د صهیونیستانو لپاره یې وېره رامنځته کړې ده