خوست کې د یوې کورنۍ د غړو وژنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40308-خوست_کې_د_یوې_کورنۍ_د_غړو_وژنه
د خوست ولایت په علي شیر ولسوالۍ کې په یوې کورنۍ د تېر ماښام د وسله وال برید قربانیانو جنازې نن خاور ته وسپارل شوې
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 10, 1403 13:16 Asia/Kabul
  • خوست کې د یوې کورنۍ د غړو وژنه

د خوست ولایت په علي شیر ولسوالۍ کې په یوې کورنۍ د تېر ماښام د وسله وال برید قربانیانو جنازې نن خاور ته وسپارل شوې

د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې شپږ ښځې، دوه نارینه او پنځه ماشومان وژل شوي دي.ویل کیږي چې درې ماشومان د مور په خېټه کې وژل شوي دي.د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دا پیښه د شخصي دښمنۍ پایله وه او دوی د دې موضوع څرګندولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.د دې قضیې په تړاو امنیتي ځواکونو دوه شکمن کسان نیولي دي.