د تاپ ــ ۵۰۰ پروژې په تړاو درې اړخیزه ناسته
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ټاپ-پنځه سوه پروژې د عملي کار د پیل په اړه د ترکمنستان حکومت او یو ترکي شرکت له استازو سره د دې ادارې د چارواکو لومړۍ درې اړخیزه غونډه په کابل کې ترسره شوه.
دا پروژه به ترکمنستان څخه د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته بریښنا ولیږدوي. ویل شوي چې دا پروژه به د افغانستان لپاره د پام وړ عاید هم رامنځته کړي.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وویل چې د نیول شویو پریکړو پر بنسټ؛ د سرپرست حکومت د مختلفو وزارتونو ترمنځ چې په دې پروژه کې ښکیل دي، یو ګډ سکرتریت رامینځته شوی ترڅو د دې پروژې د عملي کار پیل کولو لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.هغه وويل په دې غونډه کې، چې د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت په کوربه توب جوړه شوې وه د اوبو او انرژۍ وزارت، برېښنا شرکت او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت ترمنځ د ټاپ ــ پنځه سوه پروژې د عملي چارو په اړه خبرې اترې وشوې