د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40305-د_افغانستان_او_ایران_ترمنځ_د_سوداګرۍ_کچې_زیاتوالی
د سرپرست حکومت د اقتصاد مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه لس ملیارد ډالرو ته لوړېدلی شي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 10, 1403 13:13 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتوالی

د سرپرست حکومت د اقتصاد مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه لس ملیارد ډالرو ته لوړېدلی شي

هغه کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي وروستي سفر ته اشاره وکړه او وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې پیل شوې دي.نظري وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو کچه، هغو ظرفیتونو ته په پام سره چې اوس مهال شتون لري؛ لس ملیارد ډالرو ته لوړیدلی شي.د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت دغه چارواکي وویل چې د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو د پراخولو لپاره قوي انګیزه او علاقه شتون لري