د غزې شمال ته د ۳۰۰ فلسطینیانو ستنیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40274-د_غزې_شمال_ته_د_۳۰۰_فلسطینیانو_ستنیدل
د غزې په تړانګه کې دولتي رسنیو اعلان وکړ چې یوازې په یوه ورځ کې، له درې سوه زرو څخه ډیر فلسطیني کډوال د غزې تړانګې شمالي سیمو ته راستانه شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 09, 1403 13:19 Asia/Kabul
  • د غزې شمال ته د ۳۰۰ فلسطینیانو ستنیدل

د غزې په تړانګه کې دولتي رسنیو اعلان وکړ چې یوازې په یوه ورځ کې، له درې سوه زرو څخه ډیر فلسطیني کډوال د غزې تړانګې شمالي سیمو ته راستانه شوي دي.

د رسنیو دفتر دا هم وویل چې په شمال کې د بې ځایه شویو خلکو د استوګنې او سرپناه لپاره یو لک او دیرش زره خیمو ته اړتیا ده. د دې ادارې په وینا، د غزې شمالي تړانګې ته راستانه شوي نوي سلنه کډوال د اوسیدو ځای نلري، او دا سیمه د ژوند لپاره اړینو لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې ده.د یادونې وړ ده چې د غزې تړانګې له مرکز او جنوب څخه زرګونه بې ځایه شوي خلک د صهیونیستي رژیم له خوا له پنځلسو میاشتو څخه زیات جبري بې ځایه کیدو او نسل وژنې وروسته پرون سهار شمالي غزې تړانګې ته راستانه شول.حماس د فلسطیني کډوالو راستنیدل د صهیونیستي پروژې د ناکامۍ سمبول ګڼلی دی