عظمت الله عمرزی د کال غوره کرکټر
دلو 09, 1403 13:17 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ ستوری عظمت الله عمرزی د دوه زره څلور ویشتم کال د پنځوس اووریزه لوبو د غوره لوبغاړي په توګه ونوماوه
عمرزي په مختلفو سیالیو او د کرکټ په نړیوال جام کې ډېر ښه او ځلانده فعالیت درلود، او اوس د نړۍ د غوره لوبغاړو په سر کې دی.د عمرزي د انتخاب په اړه د آی سي سي په وینا، دا لوبغاړی په دوه زره څلور ویشتم کال کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو یو له مخکښو لوبغاړو څخه شو او وتوانید چې افغانستان په کرکټ کې یوې نوې کچې ته ورسوي.عمرزي د افغانستان په ملي لوبډله کې مهم رول ولوباوه او د ایرلینډ، سویلي افریقا، بنګله دیش او زیمبابوې په وړاندې یې د افغانستان په سیالیو کې د هغوی بریاوې وښودې