په افغانستان کې نوې کیدونکې انرژۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40241-په_افغانستان_کې_نوې_کیدونکې_انرژۍ
د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي چې دوی د نوي کیدونکي انرژۍ سکتور کې د پانګونې لپاره بې شمیره فرصتونه برابر کړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 08, 1403 13:10 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې نوې کیدونکې انرژۍ

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي چې دوی د نوي کیدونکي انرژۍ سکتور کې د پانګونې لپاره بې شمیره فرصتونه برابر کړي دي.

هغه وویل چې افغانستان اوس مهال د لمریزې انرژۍ څخه لږ تر لږه شپیته میګاواټه بریښنا تولیدوي او په هیواد کې د بادي او لمریزې سرچینو په برخه کې لوی ظرفیت شتون لري.عابد هیله څرګنده کړه چې په دې برخو کې به پانګونه زیاته شي.د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې اوس مهال د باد، لمر او اوبو له سرچینو څخه د انرژۍ د تولید لپاره د پام وړ ظرفیت شتون لري.