د کرکټ د ملي ټیم ستوري نیک اقدام
دلو 08, 1403 13:07 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوري ګلبدین نایب د متحده عربي اماراتو سیالیو څخه خپله مالي جایزه د هیواد د بدن د ښکلا اتل مرحوم علي رضا اساهي کورنۍ ته ورکړه.
د افغانستان د ملي لوبډلې دې ځلانده ستوري وویل چې موږ د خپل هیواد د سپورت یو افسانوي لوبغاړی له لاسه ورکړ او دا د اساهي کورنۍ ته یوه ډیره کوچنۍ ډالۍ ده.ښاغلی نایب، چې د متحده عربي اماراتو د کرکټ لیګ کې د دوبۍ کاپي تالز ټیم لپاره لوبه کوي؛ په وروستۍ لوبه کې، هغه په اووه څلویښتو توپونو کې د اتیا منډو په جوړولو سره د میدان غوره لوبغاړی ونومول شو.