افغان زده کړیالانو لپاره د پاکستان بورسیه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40207-افغان_زده_کړیالانو_لپاره_د_پاکستان_بورسیه
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې د نجونو او هلکانو په ګډون افغان زده کونکي په پاکستان کې زده کړې سره علاقه لري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 07, 1403 13:17 Asia/Kabul
  • افغان زده کړیالانو لپاره د پاکستان بورسیه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې د نجونو او هلکانو په ګډون افغان زده کونکي په پاکستان کې زده کړې سره علاقه لري.

هغه په ایکس کې د انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې په لسګونو افغان زده کونکو په پیښور او کوټه کې د علامه اقبال سکالرشیپ ازموینه کې برخه اخیستې وه. صادق زیاته کړه چې د ازموینې په مرکزونو کې د دې زده کونکو شتون په پاکستان کې د زده کړې لپاره د دوی د لیوالتیا نښه ده.په تیرو کلونو کې، پاکستان زرګونو افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکول، خو وروسته له هغه چې سرپرست حکومت واک ته ورسېد او د نجونو زده کړې یې بندې کړي، د ښځینه زده کونکو لپاره د سکالرشیپ پروګرامونه درول شوي