د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډیدل او د ډالرو ارزښت
دلو 07, 1403 13:15 Asia/Kabul
په کابل کې صرافانو د ډونالډ ټرمپ ادارې د نوي بهرنیو چارو وزیر لخوا د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو له اعلان وروسته د افغانیو په ارزښت کې د کمښت راپور ورکړی. خو د افغانستان بانک اعلان وکړ چې د پیسو په بازار کې بدلونونه عادي دي او د نرخونو د ثبات او د بهرنیو اسعارو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي مالي سرچینې لري.