د هرات ــ خواف اوسپنې پټلۍ څلورم فاز چارې
دلو 07, 1403 13:15 Asia/Kabul
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ د څلورم فاز د لومړۍ برخې د جوړولو کار له اتیا سلنې څخه زیات پرمخ تللی
د دوی په وینا، دا برخه، چې درې څلویښت کیلومتره اوږده ده، ټاکل شوې ده چې په پنځو میاشتو کې بشپړه شي.همدارنګه، د دې پروژې په وروستۍ برخه کار، چې د هرات صنعتي ښار ته غځېږي، تېر کال پیل شو او د پلان له مخې به په راتلونکي یو نیم کال کې عملي شي.د هرات-خواف ریل پټلۍ د مختلفو هیوادونو څخه د خامو موادو په واردولو او د هرات څخه د تولید شویو توکو په صادرولو کې مهم رول لوبوي، او دا لاره د هرات صنعتي ښار له نړیوالو بازارونو سره نښلوي.د هرات-خواف ریل پټلۍ څلور برخې لري، چې دوه یې په ایران او یوه یې په افغانستان کې فعاله شوې ده.