د افغانستان کرکټ ملي ټیم درې غوره لوبغاړي
دلو 06, 1403 17:26 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د غوره وړتیا ښودونکو لوبغاړو یوولس کسیز نوملړ خپور کړی، چې درې افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي.
په اعلان شوې لوبډله کې د افغانستان لخوا رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر اخیستل شوي دي.دغه راز په دې لوبډله کې څلور سریلانکايي، درې پاکستاني او یو د ویسټ اینډیز لوبغاړي شامل شوي دي.د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو پر اساس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تېر زیږدیز کال کې په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې غوره لاسته راوړنې درلودې.