د افغانستان،ایران او ترکیې ترمنځ سوداګریزه لاره
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40167-د_افغانستان_ایران_او_ترکیې_ترمنځ_سوداګریزه_لاره
د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمیسیون غړی امیر توکلي رودي وايي چې د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د یوې نوې سوداګریزې لارې د پرانستلو لپاره موافقه شوې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 06, 1403 13:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان،ایران او ترکیې ترمنځ سوداګریزه لاره

د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمیسیون غړی امیر توکلي رودي وايي چې د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د یوې نوې سوداګریزې لارې د پرانستلو لپاره موافقه شوې ده.

هغه وويل چې دا هوکړه کابل ته د هغه د سفر او د سرپرست حکومت له چارواکو سره د غونډې په ترڅ کې وشوه.ښاغلي توکلي ویلي دي چې د افغانستان معدني محصولات اوس د دې سوداګریزې لارې له لارې لیږدول کیدی شي.د ایران د پارلمان دغه غړي وویل چې افغانستان د کانونو له پلوه بډایه دی، او د ایران د تخنیکي پوهې په کارولو سره، دا سرچینې پروسس کیدی شي او په وروستي محصولاتو بدلیدلی شي.هغه وويل چې دا سوداګريزه لاره د ايران بندر عباس ته هم لاسرسی لري او په دې وروستيو کې له چين څخه نږدې لس زره ټنه بار له دې لارې لېږدول شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوس مهال له یو ملیارد اته سوه ملیون ډالرو څخه ډیره دی.