په ننګرهار کې د نولس کلنو کرکټ لوبډلې روزنیز کمپ
دلو 04, 1403 13:27 Asia/Kabul
کرکټ بورډ اعلان کړی چې په ننګرهار کې د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې روزنیز کمپ د نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره پیل شو
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه تمریني کمپ له دوو اوونیو راهیسې په جلال اباد ښار کې جریان لري او روزونکي د لوبغاړو د بیټینګ، فیلډینګ، فزیکي فټنس او ذهني تمرکز پر ښه والي کار کوي.د کرکټ د نولس کلنو نړیوال جام مقدماتي سیالۍ به د دوه زره پنځه ویشتم کال په اپریل میاشت کې په نیپال کې ترسره شي.د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله، د ښه چمتووالي په موخه د دې سیالیو له پیل مخکې، د نیپال د نولس کلنو کرکټ له ملي لوبډلې سره، یو لړ دوه اړخیزې سیالۍ ترسره کړي