د لاس انجلس شاوخوا ته د نويو اورونو پیلېدل
دلو 04, 1403 13:26 Asia/Kabul
د راپورونو له مخې، د لاس انجلس شمال ته د چهار شنبې په ورځ یوه نوې اور لګېدنه پراخه شوې ده
ويل کېږي، دغه اور چې څه دپاسه آته دېرش مربع کيلومتره ساحه يې نیولې ده، د سختو بادونو په مرسته او د وچو دښتو په شتون سره د زیاتېدو په حال کې ده. سیمه ایزو چارواکو له یودېرش زره څخه زیاتو کسانو ته د سمدستي اجباري وتلو امر کړی دی.د لاس انجلس د اور وژنې مشر آنتوني مارونه ویلي چې د دې اور کنټرول ستونزمن دی او د هوا اوسني شرایط د دې په ګړندي خپرېدو کې مرسته کوي. د لاس انجلس د هوا ادارې همدارنګه خبرداری ورکړی چې د اورلګېدنې لپاره د هوا نازک شرایط به د جمعې تر ورځې دوام وکړي او قوي بادونه به له نن څخه پیل شي.دا په داسې حال کې ده چې د کالیفورنیا ایالت او د لاس انجلس په ښار کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو لویې اور لګېدنې سره مخ دی