پر لوېدیځې غاړې د یرغلګرو د برید درېیمه ورځ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40116-پر_لوېدیځې_غاړې_د_یرغلګرو_د_برید_درېیمه_ورځ
د فلسطیني سرچینو د خبر له مخې، پر جنین ښار او کمپ باندې د صهیونیسټانو د سختو حملو په درېیمه ورځ، په دغه کمپ کې دوه فلسطینیان په شهادت ورسېدل
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 04, 1403 13:20 Asia/Kabul
  • پر لوېدیځې غاړې د یرغلګرو د برید درېیمه ورځ

د فلسطیني سرچینو د خبر له مخې، پر جنین ښار او کمپ باندې د صهیونیسټانو د سختو حملو په درېیمه ورځ، په دغه کمپ کې دوه فلسطینیان په شهادت ورسېدل

سیمه ایزو سرچینو همدارنګه له نیواکګرو سره د مقاومتي ځواکونو د نښتې او صهیونیسټانو ته یې د ګوزارونو خبر ورکړی دی.همدارنګه ویل شوي چې نیواکګرو ځواکونو د جنین دولتي روغتون ته د ننوتلو د دروازو تر ویجاړولو وروسته، د دغه روغتون شاوخوا لارې بندې کړي دي.له دې سره هم مهاله، د حماس د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام ځواکونو په لوېدیځه غاړه کې د خپلو دوو غړیو د شهادت په اعلان سره، ټینګار کړی چې صهیونیسټان به له امنیت څخه بې برخې کړي. القسام ټینګار کړی چې په لوېدیځه غاړه کې د دښمن خونړي پلانونه به، یوازې زموږ دردناک ګوزارونه او زموږ ګډ عملیات له ځان سره ولري.د یادولو وړ ده چې اسرائیلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې خپل بریدونه پیل کړي دي