د مسافروړونکو موټر پر مخ د سالنګ لارې پرانستل
دلو 02, 1403 13:23 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره نن د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانستل شوه
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې اوسمهال په دغه لویه لاره هوا لمر ده او د سالنګ لارې د ساتنې او څارنې ریاست کارمندان په مختلفو برخو کې لاره پاکويتر دې مخکې یاد وزارت خبر ورکړی و چې دا لاره به یوازې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو لپاره پرانیستل شي.دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لاره په دې اونۍ کې په وقفه يي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.سرپرست حکومت له هیوادوالو څخه غوښتي چې په دې لاره د سفر پرمهال په خپلو موټرو کې زنځیرونه ولري، ترافیکي قوانین مراعات کړي او د لویو لارو د چارواکو لارښوونو ته په دقت سره پام وکړي.