دوو امریکایانو سره د یوه افغان بندي تبادله
د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت له دوو امریکایانو سره د یوه افغان بندي د تبادلې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې تبادلې په پایله کې، د خان محمد په نوم یو کس د امریکا له زندانه خوشې او افغانستان ته راستون شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې خان محمد د سرپرست حکومت له خوا د اوږدو او ګټورو خبرو اترو په پایله کې له امریکايي وګړو سره تبادله شو.که څه هم د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي بندیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو سي ان ان راپور ورکړی چې رایان کوربت او ویلیام مکنتي، دوه امریکایي وګړي، د یوه افغان بندي د خوشې کولو په بدل کې خوشې شوي دي.د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې خان محمد نږدې دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و.د بهرنیو چارو وزارت امریکا سره د بندیانو تبادله د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل لپاره یوه ښه بیلګه وبلله او د قطر د منځګړیتوب څخه یې مننه وکړه.