لرې پرتو سیمو ته پر روغتیايي خدمتونو د متقي ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39998-لرې_پرتو_سیمو_ته_پر_روغتیايي_خدمتونو_د_متقي_ټینګار
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې کمېټې د آسیا برخې رییس سره په لیدنه کې له سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 01, 1403 13:48 Asia/Kabul
  • لرې پرتو سیمو ته پر روغتیايي خدمتونو د متقي ټینګار

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې کمېټې د آسیا برخې رییس سره په لیدنه کې له سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي

هغه الکساندر متیو سره په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ستونزې ډېرې لویې دي.د سرپرست حکومت ویاند حمدالله فطرت وویل چې امیر خان متقي له دې سازمان څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي؛ دا مرسته باید په ځانګړې توګه هغو کډوالو ته ورکړل شي چې په زوره ایستل شوي دي.د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې د افغانستان له درې دېرش سلنې څخه زیات نفوس روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نلري.