کنړ کې د وهابي امامانو پر فعالیت بندیز
دلو 01, 1403 13:48 Asia/Kabul
د افغانستان په ختیځ ولایت کنړ کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د سلفي او وهابي امامانو لخوا د ورځني جماعت او جمعې لمونځونه منع دي.
تر دې مخکې، د سرپرست حکومت سترې محکمې هم اعلان کړی و چې د وهابيانو هر ډول فعالیت، که د تبلیغاتو په بڼه وي یا د کتابونو خپرولو په بڼه، محاکمه به شي.د یادونې وړ ده چې د افغانستان ختیځ ولایتونه په تیرو څو لسیزو کې د افراطي ایډیالوژیو د جلب او جذب ځای وو، او داعش په دې سیمو کې د ځواکونو د استخدام لپاره ډیرې هڅې کړې دي. دې مسلې سرپرست حکومت په دې سیمو کې د ترهګرو ډلو د زیاتیدونکي نفوذ په اړه اندیښمن کړی دی